اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي حکومت هېواد كښې د ټولو جمهوری ادارو احترام کوي، بلدیاتی ادارې د هېواد پرمختګ كښې مهم کردار تر??ره كوي، شراکتی جمهوری?? د ??مهوری استحکام ضمانت دے٬ کراچۍ يو امناكه ښار جوړول زمونږ هدف دے ۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د اېم کیو اېم پاکستان پلاوي ??ره په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د ډاکټر محمد فاروق ستار په مشرۍ كښې د وزیراعظم ??ره په وزیرِ اعظم آفس كښې ليدل۔ د وزیراعظم آفس لخوا جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال کراچۍ او حیدرآباد په اړه د وزیرِاعظم د پرمختيائي پیکیج جاج واخستې شو او پريكړه وشوه چې فنډز جارې كول به باورې كولې شي او په دغې پروژو به په سمدستي توګه كار پيل كولې شي۔ ?? ملاقات په مهال پريكړه وشوه چې وزیرِ اعظم به نومبر میاشت كښې د حیدر آباد پوهنتون د بنیاد تيګه هم ږدي۔ ?? اېم کیو اېم پاکستان پلاوي د اېم سی په اړه د سندھ حکوم?? د ??ړخه په مرسته نه كولو ګيله وكړه چې له امله ئې د کراچۍ میونسپل کارپورېشن کارکردګي ځپلې كېږي۔ وزیرِاعظم ووئيل حکومت هېواد كښې د ټاكلو جمهوری ادارو احترام کوي۔ ??لدیاتی ادارې د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار تر??ره كوي كومو ته به چې د صوبائی حکومت پام راګرځولې شي ځكه چې شراکتی جمهوری?? د ??مهوری استحکام ضمانت دے۔ په دې مهال کراچۍ كښې امن په ځائې ساتلو ته هم سلا راغله۔ وزیرِاعظم ووئيل حکومت د کراچی پرمختګ لپاره ریکارډ پیکیج منظور کړې او د پخوانې وزیرِاعظم محمد نواز شریف ټول لوظونه به تر??ره كولې شي۔ ??ه ووئيل کراچۍ د پاکستان اقتصادی پايه تخت دے او د كراچۍ امن او سوكالي زمونږ شريك هدف دے۔ په غونډه كښې دې خبرې ته سلا راغله چې پاکستان كښې به جمهوریت قوي كولو له ټولو جمهوری قواؤ له پھ ګډه كار كول وي۔ ??ه ووئيل د ټولو مسئلو حل آئین، قانون او د پارلمان سرلوړۍ كښې دے او دې لړ كښې به د پارلمان د آئینی مودې احترام كولې شي۔ وزیرِ اعظم د كورنيو چارو وزير ته سپارښتنه وكړه چې د مقدمو په اړھ د اېم کیو اېم پاکستان د ګيلو جاج واخلي او د انصاف تقاضې باورې كړي۔ پلاوي كښې عامر خان، کنور نوید، وسیم اختر او کامران ټېسوری شامل ؤ۔ د كورنيو چارو وزير احسن اقبال، د ريلوے وزیرِ خواجه سعد رفیق، د سندھ ګورنر محمد زبیر، سناتور سلیم ضیاء، مفتاح اسماعیل او نور هم په دې مهال موجود ؤ۔