اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) پاکستان د بشري خواخوږۍ په بنياد كلبهوشن ياديو سره د ھغه د كورودانۍ د ملاقات كولو وړ??ندېز كړې٬ پاكستان په دې لړ كښې د وړ??ندېز چيټۍ په اسلام آباد كښې د هند هائي كمېسون ته لېږلې٬ د كلبهوشن يادويو كورودانه به پاكستان ته رابللو سره ملاقات كولې شي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د پاكستان حكومت هند ته د بشري خواخوږۍ په بنياد د كلبهوشن ياديو د كورودانې د ملاقات كولو د باضابطه ملاقات وړ??ندېز كړې دے۔ د هند د بحريه حاضر سروس كمانډر او د “را” اېجنټ كلبهوشن ياديو په درېم مارچ كال 2016 كښې پاكستان ته په غېر قانوني توګه په داخلېدو نيولې شوې ٶ۔ د دې نه پس ياد شوي هندي اېجنټ د مجسټرېټ په وړ??ندې “را” لپاره د جاسوسۍ كولو ??و پاكستان كښې د ترهه ګرۍ ا?? په تخريبي كاروائيو د ككړ كېدو اعتراف كړې ٶ