اسلام آباد۔8جنوری(اے پی پی) وزیرا??ظم شهباز شریف د كراچۍ په يوه ورځنۍ دوره روان شوے دے۔ د شورؤ په ورځ د ميډيا ونګ لخو د جاري شوي بيان له مخې وزيرا??ظم به په كراچي پورټ ټرسټ د جوړ شوي ساؤتھ اېشیا پاکستان ټرمینلز دورہ كوي۔ وزیرا??ظم به کراچی پورټ ټرسټ كښې د اېف بي آر د كسټمز كليئرنس خودكار نظام پرانسته كوي٬ د دې نظام مقصد په كسټمز كليئرنس كښې سپېځلتيا رامخې ته كول او د كليئرنس دورانيه كښې كمې راوستل دي۔ وزيرا??ظم د كراچۍ خپلې تېرې دورې په مهال ددې خودكار نظام د لګولو هدايات كړې وو۔ وزیرا??ظم به د پاکستان سټاک اېکسچېنج دورہ کوي په كوم كښې به چې د دې په كال 2024 كښې پ?? ګرده نړۍ كښې د غوره سټاك اېكسچېنج كېدو درناوي ترلاسه كولو په دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون كوي۔ د دورې په مهال به وزيرا??ظم آغا خان پوهنتون ته هم ځي چرته به چې هغه د کلینیکل پرېکټس پرانستې دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون كوي۔ نائب و??یرا??ظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ ، د خزانې وفاقي وزير اورنګزیب، وزیر مملکت علی پروېز ملک او د روغتيا كوآرډينېټر ډاکټر مختار احمد بھرتھ هم وزيرا??ظم سره دے۔